ويکي شعرونه
(د "ګرم سنګرونه د زلميو سره خوند کوي نرم پالنګونه جنکيو سره خوند کوي ښه ښکاري زلمي په تور ثقي..." تورو مخ جوړ شو)
 
(وېشنيزې ورگډول)
 
Line ۲۶: Line ۲۶:
   
 
دا د ننګ شعرونه د سړيو سره خوند کوي
 
دا د ننګ شعرونه د سړيو سره خوند کوي
  +
[[وېشنيزه:شعرونه د]]

Latest revision as of 12:01, 18 May 2014

ګرم سنګرونه د زلميو سره خوند کوي

نرم پالنګونه جنکيو سره خوند کوي

ښه ښکاري زلمي په تور ثقيل او شنه لانجر باندي

موډ او فيشنونه ناوکيو سره خوند کوي

ږدي چي په سنګر کي پر جبين د گرمو وينو خال

دا رنګه خالونه د تنديو سره خوند کوي

کله مناسب دي ګېدړان په ګران هيواد کي مو

دا غرونه ځنګلونه د زمريو سره خوند کوي

نه مو دي ټيټ کړي هيڅ جابر ته په هيڅ وخت کي هم

ځکه مو سرونه د پګړيو سره خوند کوي

خوند اخلو پر شرنګ د زولنو د پايزيبو پر ځای

داسي مو لاسونه هتکړيو سره خوند کوي

نغښتې چي نظامه حماسه يې په هر بيت کي وي

دا د ننګ شعرونه د سړيو سره خوند کوي وېشنيزه:شعرونه د