ويکي شعرونه
Advertisement

آفرين د عاشقانو په همت

چې په عشق کې يک انداز دي يکجهت

نه ئې هېچېرې تغير نه ئې تبديل دی

که تمام جهان پرې وائي ملامت

که څوک سل نصيحتونه ورته کاندي

غوږ ئې نه وي د هېچا په نصيحت

چې په يار پسې تر ځان تر جهان تېر شي

څوک کولئ شي دا هسې مُشقت

که تمام عُمر ئې يار په سترګو ناست وي

تمام عُمر ورښکارېږي يو ساعت

که يو دم شي هغه يار ورڅخه لرې

هغه دم شي ورته عُمر د قيامت

که دوزخ لره د يار په مينه درومي

دوزخ هم ورته جلوه کړي د جنت

د عشق لاره د توکل په پښو غوسېږي

نه په پښو د رياضت او ديانت

په تدابير او په تالاش کله موندئ شي

چې موقوف وي هغه کار په عنايت

د عاشق خاطر له غېره پاکيزه وي

د درياب په مخکې نه وي نجاست

خداي چې زړه د مطلوب کاڼئ کړو رحمانه

کاڼئ پرېوت د طالب په عمارت

وېشنيزه:عبدالرحمن مومند

Advertisement