ويکي شعرونه
Advertisement


ابتره راغله ساه نيولې قسم

بې پروا تېره شوله غلې قسم

بېگاه مې خوا نه بې پروا تېره شوه

غره د حسن په ښکلا تېره ش وه

له قاره شنه ښکلې ليلا تېره شوه

بيا کوم ناترسه قارولې قسم

يوه شغله وه راښکاره غوندې شوه

د عاشقانو ننداره غوندې شوه

کږه وږه شوه کناره غوندې شوه

شوخه هوسۍ چا ځغلولې قسم

په ښايسته مخ يې سره گلان کرلي

په سپينو لېچو يې ماران روزلي

په کرشمو يې عاشقان وژلي

د زړونو ښکار ته راوتلې قسم

حيرانه خيال وکه سودا د مينې

دا کوم مثال دى په دنيا د مينې

يا حقيقت به وي ليلا د مينې

که مې په خوب چېرته ليدلې قسم

وېشنيزه:شعرونه ا وېشنيزه:محمد عالم حيران

Advertisement