ويکي شعرونه
Advertisement

خوشحالي نشته مونږ دي نمانځـو په سلګو اختـــره

دلتــــه غمـــــــونه واړه زړونه پـــــــــه دردو اختـــــره

دې نړېــدلـــي په بمــــــو كلـي ته هــم ته راځــــې ؟

دلتــــه ژړا ده چــــــل مو هيـــر د خندېــدو اختــــره

د ژونــــدانه هــره شيبــــه چي يي اختــر اختــر وو

د ګـــران شهيـــد ماشوم بچى په آسوېلـــو اختـــره

ها پرې رپـيــږي چي جنـــډې دي څو تازه قبـــرونه

دلتـــــه پراتـــه دي طالبــــان د مدرســــو اخـــتـــره

د سترګو تـور د زړه ټكــــور بچى يي هم شهيد شو

قبـر تې ناستــــه موركۍ په اوښـكـو ســرو اختـــره

ها د زندان بنـدي جانان به را نه څنګه هيـــر شــي

په سپينــو پښــــو كي يـي پرهر د زولنــــو اختـــره

زما د كتاب ملګـــرى هم چـــــا ويل پرون شو شهيد

صفــــا كوم يي كتــابـــــــونه له ګـــردو اختــــــــره

دلتـه بيګا شپـــه وه چــاپــه او شهيــــدان دي شوي

څوک وزګار نشته خلګ مصروف دي په قبرو اختره

نشته حاجت يي د نكــريځــو دلتـه هر څه شتـه دي

د شهيــد وينــي ايږدي نــــاوې پر لاسو اخــتـــــره

پر ګــــران وطــن مو صليـبـي كفـر غوبل جوړ كړى

ظلـــم وحشـــت دى مومنـــان په فـريـــادو اختــــره

مبـــاركــــي وايــم ( نظــــام ) به و هغــو زلمـــــو ته

چي شپـــې و ورځـــي تېـروي پر سنګـــــرو اختره


نظام كندهاري وېشنيزه:شعرونه ا

Advertisement