ويکي شعرونه
Advertisement

ای د حُسن ميرې، دا ميري ښائي له تا سره

ورک دې بل امير شي، اميري ښائي له تاسره

گرد به دې کې نه ني، د محل په دروازه رانه

امر کوه امر، دا زمري ښائي له تا سره

والوزه کوترې، په يوه ښاخ باندې مه کينه

دا د الوتو هنر پرې ښائي له تا سره

وخوټوه هر چېرته په زړونو کې د عشق چينی

کار د هر چا ندی، ساحری ښائي له تاسره

گرم دي بنډار اوسه، سړه دی ارکاره مه شه

گرځي دې رُکاب کې، ښاپېری ښائي له تا سره

دومره عشق به درکړم چې پخپله اعتراف وکړی

ووائی سرتېره شاعري ښائي له تا سره

وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر وېشنيزه:شعرونه ا

Advertisement