ويکي شعرونه
Advertisement

يم تږى ،تږى ګرانه په مزل كې اوبه راكه
جانانه دسرو شونډوپه غزل كې اوبه راكه

مونږلپه ددعا ربه نيولې ستاله پاره
ننموته دسپينو شګوتل كې اوبه اوبه راكه

له ډېرې مودې زه اوياريوبل ته په كمين يو
راځه اشنادسترګوپه مرچل كې اوبه راكه

منګى مې درته مات نه كړ شوروغ په ولي پاتې
نواوس خېر دى ګرانه په بدل كې اوبه راكه

نظير وايي جانانه هېڅ نظير نه لرې ګرانه
مزل كوو دمينې په هر پل كې اوبه راكه

وېشنيزه:نظیرالحق قریشي

Advertisement