ويکي شعرونه
Advertisement

لمر چې د غره شاته پناه يوړله
شپې رانه پلو کې رڼا يوړله

تا چې په زخمي شونډو سلګۍ وکړې
مانه دې د عمر خندا يوړله

ټولو کې ممتاز به وي هغه زلمى
چا چې سينه سره په وفا يوړله

ماچې د شپې زړه په اوښکو وتخڼو
عرش ته فرشتو مې دعا يوړله

چا چې په دنيا کې دنيا پرېښوده
هغو له دنيا نه دنيا يوړله

سپين وطن مې هر چا ته تور داغ شولو
برخه د عظمت ترې ملا يوړله

چاچې بدرنګي په کاڼو وويشته
هغو په بدل کې ښکلا يوړله

پوى نه شو ( مفتون ) په لېونۍ ځوانۍ
زر ترې د غمونو بلا يوړله

علي مسجد ١٣٨٣

وېشنيزه:اکرام الدين مفتون

Advertisement