ويکي شعرونه
Advertisement




ته مې د ژوند بله ډیوه ېې مورې

د زړه په کور کې مې ديره يې مورې

ستا په ليدو مې زړه سکون ومومي

ته په رښتيا لکه کعبه يې مورې

د دنيا ټول ښايست په تا تمام دی

ته د جنت هغه باغچه يې مورې

چې شې رایاده مورې چيغه وکړم

زما د سوي زړه ناره يې مورې

Advertisement