بل مو پر سرونو اور
ولگاوه ورونو اور
اورئ د ماشوم ژړا!
نه مو واخيست زړونو اور؟
دوه ورونه په جنگ شول بيا
بل شو بيا پرغرونو اور
دوې شونډې پر دوو شونډو
سوځي په اورونو اور
ستا لپاره دا سروش
وړاى شي پر لاسونو اور
ميسور هند
۲۶-۰۶-۲۰۱۰
وېشنيزه:حکمت سروش