بهار بهار راغي
نوی سهار راغي
غوټي به وغوړیوږی
چې ځوان مالیار راغي
دنیا شوه شنه هر خوا ته
چمن سینګار راغي
لاړه غمونه شول ورک
دی زړه قرار راغي
توری تیاری ورکی شوی
بیا روڼ سهار راغي
ګلان خوشاله دی چی
دی بلبل وار راغي
دی نوی کال خوښی ته
زړه امیدوار راغي
پری ده چی خوند تری واخلو
ښکلی بهار راغي
احمدزۍ