ويکي شعرونه
Advertisement

ټک ، ټک ، ټک

ستومانه غږ

دبیټ نیکه دماتې شوې امسا،

له سوې ځمکې دلوګیوتورماران پاڅیږي

لمر ،دودغړن، لکه له سرو سکروټو وتې سکه

باد په خوني سترګو راغلی ، هدیره کې ګډ دی

باد وږی، تږی د کوم سوي وربل وږم بوړبوکۍ ته سپاري

اودیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې ،

لاخړ اسمان ته په دعا پورته دي

چوپتیا سندرې وايي

نیکه دلرې زمانې

دغرو له شانه راځي

ستړی ستومانه راځي،

هغه خپل لاس

پر خپلو سپینو وروځو پاس ایښی دی،

خوهېڅوک نشته

ان

یو ژوندی سیوری هم نه ښوریږي ،

اودنیکه سترګې پوښتنې کوي :

(لویه خدایه ،لویه خدایه !

ستا په مېنه په هرځایه ...

... دلته دي دغرو لمنې

زموږ کیږدۍ خو پکې نشته ؟

داوګړي چیرې تللي ؟

لویه خدایه لویه خدایه !)

بیټ نیکه غوږ نیولی

چوپتیا سندرې وايي

یوازې باد ته دایرو ډمې په کرکه ناڅي

په دې چوپتیا کې

یوناڅاپه له کوم لوري دآسونو دپښو آواز

په نیکه خوږ لګیږي :

(څوک به وي ؟)

په مهربانه نظر ځير شو دافق لوري ته :

(آه

احمد دی، زما سرلوړی بچی

زما دسترې پښتونخواه شهنشاه

له خپل ویاړلي لوی لښکر سره به چیرې درومي،

چې لږ ترې وپوښتم ؛زما دستر ټبر کډه په کومه تللې ؟

آسونه ځغلي

لیوني آسونه

آسونه باد سره همزولي ،

خونړوسترګو نه اور بادوي

خو تر آسونو مخکې

یو څوتورسرې ، ماشومان ، بوډاګان

په یبله پښو

کله راوپرځي او بیرته هسک شي

سپاره په تورو ورنه وریبي ببر سرونه

اوځمکه ژر له تندې وزغمي ماشومې وینې

نیکه حیران پاتې دی

څوک ، ولې ، چا ...؟

او دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې

لکه دعا چې کوي :

بابا ! داګرده ستا سکه بچي وو

څوک په آسونو سواره

او څوک ترمخه دمرګي پر مزله

یو په یوه مذهب او بل یې له کوم بله خېله

او س ستر احمد نشته ،

همدادي ستا دکور وګړي ...

نه ! نه !

نیکه ،پرځمکه اوښکې وپاشلې

که خاوره تږې وي ، دا اوښکې یې (دمور شیدې سه!)

زما دبچو وینې دې بېرته راکړي.

هاغه دی زما دننګیالي هوتک دتورې آواز

ورځم لمن یې نیسم

زویه !

له وروڼو نه دې وروڼه بچ کړه

دتورو لاستي مات کړه

هله میرویسه زویه ...

خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې

لکه دعا چې کوي :

نه بابا داسې نده

دا دهوتک دتورې غږ ندی ، داستا لمسي دي

چې یوله بل څخه ورمیږ پرې کوي

یوه ته پارس کې چا ماغزه ورکړي

بل د پرنګ له ابلیسانو نه سبق ویلی

یوله عربو نه کڅوړه پرشا

بل دترخو پاتیو دیګ ته ناست دی

خپل بچي وژني دآجوج او دماجوج په نامه ...

نه ! نه !

نیکه دخپلې شملې څنډه ترغاښونو لاندې ونیوله

زما بچو باندې یې کوډې کړي

زما بچي ویده دي

هاغه دی زما غازي امان مشال په لاس ولاړ دی

ورځم ، چې ویښ یې کړي ، کتاب ورکړي

ددې دنیا له رڼاګانو نه یوباب ورکړي ..

خو دیوازې اوراخیستې ونې تورې څانګې

لکه دعا چې کوي :

بابا! امان ندی ، غازي دې ندی

هغه یې وخته لا دکفر په نامه شړلی

بابا ! مشال نشته رڼا یې نشته

دا خویې ستا پر زړه مېنه باندې اور بل کړی

چا ورته راوړل دګاونډ له کوره تور لاسونه

ستا دکلا په برج یې اور پورې کړ

چې پرې الف اوبې بیا ونه لیکي

ستا دخوږو لمسوپه لاس کې تختې وسوزیدې ..

نه ! نه!

لمسي مې ځارشم

که دشیطان سترګې لمبې غواړي زما پر مېنه

زما هډوکو ته دې اور واچوي

خو زما دښکلې ملالۍ وربل ته اورمه نیسئ

زما دلمسو دکتابو بورجل ته اور مه نیسئ

نیکه سلګۍ وهي

په ملا ماتیږي

نیکه ، دسپینو وروځو لاندې ځلیدلې سترګې

دخړ اسمان ټټر ته پورته کړلې

او دیوازې اوراخیستې ونې ډډ ته کیناست

بابا لاسونه ددعا اسمان ته لپه نیسي :

لویه خدایه ، لویه خدایه !

ستا په مېنه په هرځایه

غر ولاړ دی درناوي کې

ټوله ژوي په زاري کې

دلته دي دغرولمنې

زموږ کیږدۍ دي په اورسوې

پکې ډیر کړې لویه خدایه

لوستي ، لوستي داوګړي

په سرونو کې یې پوهه

او په زړونو کې یې مینه

لویه خدایه لویه خدایه

دلته موږ باندې اوربل دی

تورلوګی دی تور بورجل دی

مېنه ستا کې موږ میشته یو

بل دچا په مله تله نه یو

هسک او مزکه نغښته ستا ده

دمړو، وده له تا ده

داپالنه ستا ده خدایه

لویه خدایه لویه خدایه

پکې ډير کړې لویه خدایه

لوستي، لوستي دا وګړي

په سرونوکې يې پوهه

او په زړونو کې یې مینه

لویه خدایه لویه خدایه

۱۳۹۰ دکب ۳ کابل

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ب

Advertisement