بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟
سر سرتور څيری گريوان به يم تر کومه؟
په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې نآوري
د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟
زما مخ د بل څپيړې به تر څو وي؟
په سلگو او په جان جان به يم تر کومه؟
د وطن خدمت دپاره وزگار نه شوم
خدمتگار د هر يو خان به يم تر کومه؟
په کرلو او ريبلو يې پوهيږم (١)
نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟
په قيامت کې به د ډيرو گريوان نيسم
خوف نه گونگ زه ملنگ جان به يم تر کومه؟
(١): مقصد د شولې دی، د بهسودو بزگران يې کري او ريبي خد د خوراک برخه يې پکې نه وي.
وېشنيزه:ملنگ جان وېشنيزه:شعرونه ت