ته مې شعر يې
ته مې ډېره يې ليکلې
او ليکم دې
خو پوهېږې لا تراوسه
زما هېڅ شعر
د ذوق تنده ماته نه کړه
دا خو ځکه چې تراوسه
مې لا ستا په دې ښکلا او معنا باندې
پوره شعر نه دی لیکلی
رښتيا هم دا ډېره سخته ده، چې څوک دې
ستا ښکلا او هم معنا ته ورسېږي
۱۳۹۰/۲/۱۴
وېشنيزه:صديق الله بدر وېشنيزه:شعرونه ت