ويکي شعرونه
Advertisement
څومره چي تلم نه رسېدمه تلمه خو بيرته نه راستنېدمه تلمه
زه په وسله د محبت سمبال وم له هر اجله تېرېدمه تلمه
راپسي ژوند وکړلې کړيکي ډېري په مرګ هم نه ايسارېدمه تلمه
زه شومه اوښکه چي باړخو به ښکل کړم خو په ګرېوان راڅڅېدمه تلمه
هسي به ورک د وخت پېچومو کي شوم لکه د لمر پنا کېدمه تلمه
په لاس رانغله مرغلره هدف که په خولو کي ډوبېدمه تلمه
تنده زما وه د وصال د اوبو په ثرابو نه غولېدمه تلمه
شپې خو په تلو راتلو شوې ستړي ډېري زه په شانه راګرځېدمه تلمه
د غربت ټکنده غرمو دښتو کي د شګي ګل وم ، ځلېدمه تلمه
زه له خزانه ماڼېجن نه ومه چي په سپرلي کي رژېدمه تلمه
ډک له همته و تيندک د ميني په مخ لوېدمه پاڅېدمه تلمه
کله به ورک ، کله به وړاندي وروسته لکه د سيوري ګرځېدمه تلمه
په هر قدم کي و لاښونه پراته له احترامه ودرېدمه تلمه
په حقيقت کي مي عدم شته نه و ظاهر لوګی وم ورکېدمه تلمه
وم لکه غشی د جفا د نظر د يار له سترګو بېلېدمه تلمه
کله جفا کي هم وفا ښکاره شي زه په ژړا کي خندېدمه تلمه
ارماني لاړم پښه نېولی نه شوم که له افسوسه اېشېدمه تلمه
تلمه د يار له کوڅې تېښته کي وم خو ورته لانژدې کېدمه تلمه
مينه ښکاره مي تر اخېره نه کړه دا زه ساده خو شرمېدمه تلمه
افسوس چي پروت و خنډ د عقل منځ کي نه چي رقيب نه ډارېدمه تلمه
راسره مل د بل شي غم نه و هيڅ بس زه په مينه لوبېدمه تلمه
هسي کاذب هجرت ونه کړ ( انعام ) وطن ليلا نه جارېدمه تلمه

۱۹ زمری ۱۳۶۵ بندر بوشهر – ايران وېشنيزه:محمد انعام واک وېشنيزه:شعرونه ت

Advertisement