ته چې نه وې زړه مې نه وو
ته چې راغلې زړه مې ښه شو
وه ښایستوکې جادوګرې
دا په ما باندې څه وشو؟
ستا د سترګو څه اثر دی؟
چې مې زړه اوبه اوبه شو
ستا ښایست د څیلې لمر دی
لږ مې تود که چې ساړه شو
بیا به ځو زموږ تر کلي
ماشومتوب ته به ستانه شو
زموږ میږې جوړه لنګې
په اورګو به میلمانه شو
ستا په غږ به مې شعر اورم
یو وجود به زه او ته شو
ښه شو ښه شو چې بیا راغلې
اوس به ښه سره تاوده شو
ته د خدای عجیب هنر یې
هادي جار د تا له پله شو
ته چې نه وې زړه مې نه وو
ته چې راغلې زړه مې ښه شو!
وېشنيزه:عبدالهادي هادي وېشنيزه:شعرونه ت