ته چې پاڼه پاڼه شوي له څانگې نه نسکورشوې
اوس لکه نکهت زما دزړه په دنيا خورشوې
زړه مې سمندرغوندي عادت په خاموشۍ و
ته پکي څپې څپې راوختلي شور شوې
ها په سپين دستمال مې چې سورگل گنډلی تا ته
اوراخلم ورته گورم ، جذبو ته مې سوراور شوې
بس چې په حواسو کې مې حل شوې نو زما شوې
ته مې د زخمي جذبو، زخمي زړگي ټکورشوې
ستا سترگو کې وينم خپل نيمگړي ارمانونه
اوس مې د پرېشانه ژوندانه ښکلی انځور شوې
پټ چې وي يو راز وي راسره وي له مودونه
بس ايله مې خپل شوې چې هر ځای راته پيغور شوې
ستا د ارمانونو لارې سپينې وې ته سپين وې
زه هم په ښکاره وايم زما دسترگو تور شوې
وېشنيزه:شعرونه ت وېشنيزه:فريده هوډ سيفي