FANDOM


ښکلى چې رالوى شي د بڼو جنګ ته تيار شي
سم د باچا زوى شي د لښکر سپه سالارشي
 ته خو مې دشعر ښاپېرۍ غشو باندې ولې
 خداى (ج) که کول ګرانه نو خطا به درنه وار شي
تورې څڼې څنډ وهي زلمي جنګ ته راوځي
درز له ډوله وباسي نارې د يکه زار شي
 زړه مې دبې وسه په څېر سوله غواړي ورشي
تور باڼه د غټو ستر ګو بېل ، بېل پېره دار شي
کلى دى پښتو ده خلک يو څه بل څه وايي
مخې ته به نور نه راځې مور دې درنه زار شي
خوب کې ښاپېرۍ د زهرو ګوټ او شراب راوړي
دا لېونى سر به يا په تخت او يا په دار شي
خلک کنډولي دلېونو شرابو تش کړي
ستا سترګې چې وګوري بس خوار ( تړون ) خمار شي

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.