راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې

د گل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې

پيدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې

تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

ډيوه د مشغولا شي زموږ بله چې ماښام شي

ماښام د ليلا لاس کې د شفق د ميو جام شي

بد ځان يې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي

د مينو پټ پټانی وي د سترگو په ځنبل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

منت دپاره پېغلې پلوشې که د لمر راشي

جولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي

هر څو که پرېشاني په لاس نسيم د سحر راشي

ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه

جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نکهتونه

اغوستی مو د گل د رنگينۍ وي څادرونه

تر هغه وخته زانگو چې وخت ورک شي په زانگل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

جذبې چې د پرېشانه غوندې مينې کړو راجمع

دوه شوي زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع

ساز واخلي پتنگان چې شي راټول د سوز په طمع

احساس چې فرق و نه کړای شي په سوال او سوزېدل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

فضا د پسرلي چې گل ورينه خندا کاندي

ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمينه خندا کاندي

زلمی چې د ارمان سحرجبينه خندا کاندي

پېری درته د شپې نايڼه ستوري په اوربل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

راځه چې شو بهر د دغو شپو ورځو له جاله

پرواز په داسې حال وکړو چې ووځو له حاله

يو حال داسې پيدا کړو چې مو حال اوځي له خياله

بيا خيال يوه گړۍ کړو د وصال په سلاسل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

وتلی اسوېلی مو چې ورېځ هلته د نور وي

هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سرور وي

برېښنا مو د ښايست د تبسم د زړه په طور وي

احساس چې شي د خود او بې خودۍ په جار وتل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

جهان مو يو جهان وي د جهان د حس نه لرې

مکان مو يو مکان د لامکان د حس نه لرې

تل دواړه يو حمزه يو د وجدان د حس نه لرې

ازل ابد چې دواړه شي فنا زموږ په تل کې

راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې

جنوري ۱۹۴۴ ز. کال

وېشنيزه:امير حمزه شينواری وېشنيزه:شعرونه ج

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.