ويکي شعرونه
Advertisement

دادی اشنا درغلم

او دادی واوره غږ مې

« درځمه غېږ کې مې ویده کړه

د بیلتانه شوګېرو ډېر وهلی یمه»

او زما له دې غږ سره

آشنا آواز سندره پرېښوده او غږ غلی شو

هلته زما د شپول تر څنګه ده یوه جونګړه

له وچو کړکو او وښونه جوړه

وه په کې ناسته ببر سرې او ملنګه نجلۍ

سم چې زما غږ یې واورید

د لیونیو په شان پاڅېده

جونګړې نه بهر ووته

ها خوا او دې خوا یې په ځیر وکتل

زلفې یې باد وهلې

یو څو زړې جنډې یې غاړه کې وې

ټیکری یې نه و پر سر

پېښې یې لوڅې وې ګریوان یې څېرې

یوه بنګسارې لیونۍ نجلۍ وه

په ویره ویره یې هر خواته کتل

په تورو سترګو کې یې کرکې او ډار

یو ځای څپې وهلې

ښايي هغه ویرېده

خدایزده له څه شي څخه؟!

زه د څیړۍ شا ته ولاړوم او کتل مې ورته

هغې د شپول په کنډوالو و خپل نظر ګنډلی

وروسته یې ځان سره په کرکه وویل :

« د بنیادم غږ راځي؟!!

لکه چې کلي کې څوک پاتې نه دي

لکه چې ټولې وینې خلاصې شوې

سرونه خلاص شول؟

نو دادی اوس بنیادم دلته راغی؟

دلته زما معبد ته ؟!

دغه سپیڅلي او له وینو څخه پاک حریم ته

اې بنیادمه څوک یې؟

پام چې رانه شې وړاندې

زما رګونه وچ دي

اوغوښه هم نه لرم

یوازې اوښکې لرم

پام چې رانه شې دلته

دا خو زما د شپونکي شپول دی

دا خو زما معبد دی

دا ځای سپیڅلی دی له وینو،

له مرګونو او له کرکو څخه

پام چې په دې ځای باندې سیوری نه شې

که مې ژوندون غواړې او وژنې مې نو ووایه خوشاله به شم

هلته به لرې درشم

هلته ما ووژنه پروا نه لري

خو پام چې دلته وینې تویې نه کړې

دا خو زما د شپونکي شپول دی

دا خو زما معبد دی

ای بنیادمه څوک یې؟

غږ خو دې راغی خو لیدی دې نه شم

زما خو سترګې دي له اوښکو ډکې

زه خو له اوښکو

له سلګیو

له ژړاه جوړه یم

زما خو رګونه وچ دي

او غوښه هم نه لرم

زه لیونۍ یم یوه سوچه سارانۍ لیونۍ

ستا د هوس تنده هم نه شم ماتولای په ځان

هو بنیادمه واوره!

زه همدا اوس ،همداد وینو وخت کې

لا هم مینه یم او مینه کوم

زه لیونۍ یم

ځکه مینه کوم

مګر پوهېږي بنیادمه چې جانان نه لرم

زما جانان کلونه وشول ورک دی

هغه شپونکی و زموږ د کلي شپونکی

هغه شپیلۍ وهله

چې ښاپیرۍ یې شوې مینې د شپیلۍ پر آواز

نو پر هغه باندې یې کوډې وکړې

او پر سپین آس یې آن د قاف د غرونو شاته بوته

خو زه لا اوس هم پرې مینه یم

له یاد سره یې مینه کوم

اې بنیادمه غږ مې اورې که نه؟

زه لیونۍ یم چې لا مینه کوم.))

¯¯¯

له دې خبرې وروسته

د لیونۍ پیغلې له تورو تورو سترګو څخه اوښکې راغلې

زه د څیړۍ شاته ولاړ یم،لیونۍ ژاړي

لمر لا هماغسې ځلېږي د اسمان پر لمن

غرونه هماغسې چوپتیا کې ډوب دي

مګر اې غرونو واورﺉ!!!

نوره چوپتیا مو بس ده

زه نوره ستاسو چوپتیا نه شم زغمی

زه مو نور چوپ نه پرېږدم

تاسو به وغږوم، ونڅوم

تاسو به بیا د یوې ورکې مینې

د خوب پالنګ کړمه او مست به مو کړم

اې غرونو وناڅئ،

اتڼ وکړﺉ چې زه درته شپیلۍ ووهم

او ستاسو دغه لیونۍ لور به هم مسته کړمه

د یوې ورکې مینې اور به یې په زړه کې بل کړم

ما مې شپیلۍ په شونډو بیا کېښوده

او د هغې په کوډګر ستوني کې مې پوکړه نغمه :

شپیلۍ مې واوره لیونۍ ملنګې

او خپلې تورې تورې سترګې دې راواړوه بیا

زه درته مخامخ په تېږه ناست یم

شپیلۍ مې واوره او باور وکړه چې خوب نه وینې

شپیلۍ مې واوره او د مینې دیدن بیا تازه کړه

مبارکي راکړﺉ عالمه

د کلو ورک جانان مې بيا غېږ ته راځينه

لیونۍ وپېژندم

مالا شپیلۍ وهله

چې ړنګه بنګه مې په غېږه کې را پریوتله

څومره توده وه

څه خوږه وه زما د مینې غېږه

لکه چې یو شو سره

د یو وجود په شانې

زړونومو خپلو کې خبرې پیل کړې

څومره ګیلې څومره پوښتنې یې وې

زړونو! ګیلې مه کوﺉ

چې په ټول ژوند کې داسې ښکلې شیبه بیا نه راځي

زړونو ګیلې مه کوﺉ!

یوازې یو بل سره ښکل کړﺉ سره یو شئ دواړه

زړونو اورونه مړه کړﺉ ،

غوږ ونیسئ

چې موږه دوه مینان

کله چې شونډو باندې شونډې ږدو

نو څه به وایو؟

کله چې یو د بل په غېږه کې کیسه کوو د تېرو کلو

کله چې لاس یو د بل غاړه کې سپیدو څخه پوښتنه کوو

سبا به څه کېږي

یو کال وروسته به څه پېښېږي ؟!

زړونو درزا مه کوﺉ غوږ ونیسئ!

موږه سبا ته ځو د غرو څوکو ته

چې د سپیڅلې چینې خوا کې د غنمو درې دانې وکرو

زړونو!

اورونه مړه کړﺉ شورمه کوﺉ

زړونو درزا مه کوﺉ غوږ ونیسئ

چې لوړو غرونو کې نارې وهي څوک :

د لوړو څوکو هسکو دنګو غرونو

د سردرو د شنو لمنو خوا کې

هلته یو کلی دی د وینو کلی

د سرو اورونو او د تورو کلی

چې سوزېدل یې آن له لرې ښکاري

چې کلیوال یې خپل کورونه سوزي

او موږ ددې کلي یو دوه لیونیان

دوه کلیوال او دوه مین ملنګان

یو یې شپونکی ،چې په شپیلیو باندې کوډې کوي

بله ملنګه نجلۍ

هغه چې تورې تورې سترګې لري

غاړه په غاړه ځو د غرو څوکو ته

پاکو اوبو سپېڅلې خاورې پسې

غواړو غنم وکرو

او کلیوالو ته مو ژوند وبښو

هغوی چې ټول عمر روژه نیولې

کلونه وشول د اورونو منځ کې

زموږ غنمو ته په تمه ناست دي

موږه له غره څخه خپل کلی وینو

چې ترې لمبې او تور دودونه خیژي

خو موږه دوه لیونیان

غاړه په غاړه ځو د غرو څوکو ته

پاکو اوبو سپیڅلې خاورې پسې

غواړو

غنم

وکرو.

وېشنيزه:شعرونه د وېشنيزه:عبدالغفور لېوال

Advertisement