ويکي شعرونه
Advertisement

چې لمونځ دې وکړه لپه پورته کړه اودا سې وايه
رنځور " تړونه " مسافره خداى دې ښکلى لره

 لکه يو څوک ځانله يو کور د غره په سر جوړوي
داسې مې زړه کې يوه جونګړه خوږ دلبر جوړوي

ياغي زړګي مې غوږ نيولى ټولې لارې څاري
نن دې باڼه جرګه جرګه شو بيا لښکر جوړوي

خوږې خبرې لکه بيم زه لکه مار پسې ځم
ښکلى جانان راته له ځانه جادوګر جوړوي

د بوډۍ ټال يې کړ راکوز زموږ د کلي چم ته
وړوکي ښکلي اتڼونه په ګودر جوړوي

يوه ځولۍ ستوري يې راوړه له ياغي آسمانه
ډېوه دسترګو ښاپېرۍ په شان د لمر جوړوي

" تړون " د يار کلي له ځي خيرات د حسن غواړي
په مات کچکول پتري وهي ځان قلندر جوړوي

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement