ويکي شعرونه
Register
Advertisement

جوړ دې په څلى شي تاته دې درپاتې وي
شور به مې لږ غلى شي تاته دې درپاتې وي

دا تربور تربور جانان هډو مې راخپل نه کړ
هر څومره که ښکلى شي تاته دې در پاته وي

مينه کړه مزې کوه خانده رقيبانو ته
ورک دې دغه کلى شي تاته دې در پاتې وي

اخلي انتقام له تا خوار ملنګ يې مه بوله
زوړ ګريوان ګنډلى شي تاته دې در پاتې وي

مېنه دې مېراته کړه (م) دې کړ په ( و) بدل
څوک دغه لوستلى شي تاته دې درپاتې وي

نه راکوي خوله جانان وايي تړون نه ژاړي
نور هم لا ژړلى شي تاته دې درپاتې وي

ننګرهار پوهنتون درونټه – ٢٢ -١ – ١٣٧٩

وېشنيزه:سميع الله تړون وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement