ويکي شعرونه
Register
Advertisement

د آس د منډې غږ دی

تیاره ده

لمر په پریوتو دی

هر څه تور ښکاریږي

یو آس په منډه ځي لوېديځ پلو ته

سپور يې يو دنگ زلمی دی

باد يې څادر لکه جنډه رپوي

آس له مستۍ څخه شيشنېږي او پښې ټکوي

زلمی د کلي له ویالې څخه اوبه په لپو اخلي او سینه سړوي

وياله د کلي د لوی خان د باخ له منځه راځي

د خان درېيمه لور د آس د راتلو غږ ته خاندي

زلمی اوبه څښي

او

ویاله د باغ له لوري درې مڼې راوړي

سپور لږ موسکی شو خو څېره یې اندېښمنه ښکاري:

« نښې خو سمې راغلې

څو له کنډوه اوړو

خان دې خدای نه خبروي»

زلمي په زړه کې په دعا وویل

او شېبه وروسته د ماښام خړه کې

آس د خیتځ په لوري منډه پیل کړه

د خان درېیمې لور د سپور له ملا لاسونه تاوکړل

او د ټیکري پیڅکه یې

لکه بیرغ رپیده

سپوږمۍ د دریو شپو ده

او د ماښام ستوری لا درې لویشتې له غره پورته دی

آس په کنډو واوښته

شاته درې ډزې وشوې

د آس د غوږ له څنگه شڼ شو چې گولۍ تېره شوه

مګر ځنگله نه کوربان

چې گڼو څانگو کې یې پټ کړل سپاره

د زلمي شونډې یو ځل بیا موسکۍ شوې

پېغلې هم ستونی لوند کړ

او ایله پوه شوه چې د سپور زلمي بدن په خولو څومره لوند دی

باد د ځنگله غوږ کې سندره وايي

ستوري سپرو ته د ځنگله لار ښيي

درې پاره شپه تللې ده

درې جوړې سترگې دي پر لار نښتې

نو بدنونه یو پر بل تاوده دي

آس لا مزل کوي

مخ وړاندې درومي

۳کب ۱۳۸۰

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement