ويکي شعرونه
Advertisement

حضور د هغه لوی خدای ته لېږلې دعاګانې
د خوږ زړه د زخمونو نه وتلې دعاګانې
په وينو وينو اوښکو کې لړلې دعاګانې
په يخو اسوېلو کې رانغندلې دعاګانې
په وينو ژړېدلې ورېدلې دعاګانې
په سرو تودو پوکو کې سوزېدلې دعاګانې
په بټ کې د حالاتو تړقېدلې دعاګانې
نينې نينې پولۍ پولۍ چاودلې دعاګانې
د سوز په شهبازونو تڼېدلې دعاګانې
د ساز د شور د قره شرنګېدلې دعاګانې
د زلفو زنځيرونو کې تړلې دعاګانې
په دار د چا د سترګو زنګېدلې دعاګانې
سندرې د سايل ورتې غزلې د سايل شوې
د يار په غوڅو شونډو دردېدلې دعاګانې


وېشنيزه:رحمت شاه سايل

Advertisement