ويکي شعرونه
Advertisement

په صفت د څوک مکين د پاس اسمان کړو

څوک په نفس د را بهر د خلد مکان کړو

چې انا او ضد دې مل زما افغان کړو

خدايه پاکه ژوند دې ډير راته اوس ګران کړو
 
دا زما د خپله لاسه په ما کيږي

چي زما غلام د نن زما سلطان کړو

دا د خپلو خطاګانو سزا مومي

پښتنو چې خپل وطن د جنګ ميدان کړو

نور د صبر د زغملو توان مو نيشته

ډير دې اوږد دا د صبر امتحان کړو

پاکه خدايه ستا په لوئي کرم به کيږي

په دا خپل تدبير کښي پاتې د انسان کړو

لويه خدايه بس د امن دعا غواړم

د فيروز دې که پوره دغه ارمان کړو

وېشنيزه:فېروز خان اپريدی وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement