لمر د ورځې پر وژن کړ ځان ناگاره
هسک د شپې پر زړه چاودون کړ ځان ناگاره
د سپېدو د سپېدارو تورو بلوسگرو
پر رڼوب د سباوون کړ ځان ناگاره
غوړېدلې سرې باغچې زما له وينو
تورې ورېځ مې پر گليون کړ ځان ناگاره
هغه بڼ څنگه سمسور شي چې ماليار يې
د غوټيو پر للون کړ ځان ناگاره
سرې بټۍ لکه پولادو از مېيلم
وخت زما پر د ې ازمون کړ ځان ناگاره
پرښتې خو د مرگ ونه شوم وژلای
که يې زما پر بيا ژوندون کړه ځان ناگاره
تل څپاند چې اباسين شته نـور څه باک دی
که جېلم مې پر جيحون کړ ځان ناگاره
د فرهاد د نامه برم هم نور اوچت شو
چې خسرو پر بېستون کړ ځان ناگاره
بلهاري شو د خپل گنج د سپما ځکه
د موسی پر ورم قارون کړ ځان ناگاره
خپلې سخې د نمرود پکې لمبه شوې
چې خليل يې پر اورتون کړ ځان ناگاره
زه به هم څه اندېښنه ستا د بر خليک کړم
چې مې تا پر نن پرون کـړ ځان ناگاره
لار وو د بېلتانه د واټنو مې
پرېوون و پيوستون کړ ځان ناگاره
څه ناتار ترې راپيدا شو چې تور اندو
دا زما پر اوښتون کړ ځان ناگاره
څه هېښتيا که دپېړيو شاتگلپالو،
نن د زيار پر دې غبرگون کړ ځان ناگاره!
اکسفورډ، ۲۰ - ۲ – ۹۸
وېشنيزه:مجاور احمد زيار