ويکي شعرونه
Advertisement

ارامه کینه

هېڅ مه وایه

ژاړه مه ، سترگې دې هم مه رپوه

ته مې کلونه وروسته

هاغسې ښکلې مخامخ ناسته یې

غواړم باور وکړم ، چې خوب نه وینم

+++

پریږده چې سترگو ته دې مخامخ په ځير وگورم

هېڅ په کې نه دي بدل

بس دځوانۍ دهاغې شوخې جلوې ځای تش دی

یوه مرموزه خواشیني په کې څپې څپې ښکلا ویشي

+++

په تورو زلفوکې دې تارتار حنايي کرښې ...

پوهیږمه دڅه نښې دي

هیڅ پسې مه گرځه ، ژوندون بس همدغه شیبه دی

پراننگو دې هم داوښکو دتڼاکو پښو پلونه وینم

شونډې دي لاهم دگلاب تر پاڼو نرمې ښکاري

هیڅ مه وایه

خیر دی ،بس یو څو شیبې ارامه کینه

لاهم حیران یم ، چې داته یې ؟

که په خوب دې وینم ؟

لاهم چې موسکه شې

پرمخ دې

دغوټۍ په څېر دسیوري او رڼا ترمنځ گرداو جوړ شي

داسې تصویر مې لاهم وژني ، زړه مې وتخنوي

نه ، ته په ویښه مخامخ نا سته یې

پام !

گیلې پریږده !خیر دی هېڅ مه وایه

غواړم باور وکړم چې خوب نه وینم

غواړم داومنم چې بخت مې ویښ دی

اوبدمرغي مړه شوې ...

هو!

ته په ارامه کینه

هېڅ مه وایه

ژاړه مه ، سترگې دې هم مه رپوه

ته مې کلونه وروسته

هاغسې ښکلې مخامخ ناسته یې

غواړم باور وکړم ، چې خوب نه وینم

۱۳۹۲- اسد- ۳

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement