ويکي شعرونه
Advertisement

پاس له فضا نه د غليم چورلکو

راورولو د بمونو باران

لاندې خرڅ شوو بې وطنه خلکو

په توپ ټوپک وژل بچيان د افغان

دواړه يو ډول غليمان د وطن

هم بېروني هم کورني شرمښان

له کسپين نه تر ډهلي پورې چې

ورته تسليم وو په تعظيم هر انسان

کله په روس کله انګرېز خرڅوي

سپېڅلی کور د غزنوي محمود خان

ژوند کړه پرې زهر درنه خلاص چې نه شي

بې هويته پلورل شوي مريان

څنگه په چال او په فرېب يې لوټ کړې

خاندي په تا وايي ساده دی پټان

توره قلم که سره مل کړې ګرانه

شي په سجده به درته زمکه اسمان

بې هوښيارۍ زړورتيا غم دی لوی غم

بې علمه ځوی او لور بلا ده د ځان

دا له پېړيو کږو تيږو دېوال

به څنګه پوه کړمه بابا خوشحال خان

دا شعر نه دی نه شعار دی نه پند

بېدار شه دا دی خطر زنګ د زمان

وېشنيزه:کبرا حبيب مظهري

Advertisement