FANDOM


د ريا له زاهدۍ زما توبه ده

چې ئې کاندي څوک په رسم او په عادات

په ورځ پيدا و نصيحت وايي و بل ته

په شپه ناست وي د مغان په خرابات

دين ئې دام وي د دنيا په لار کې

ايښی پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات

د هغو په لور ئې سترگي وي ختلي

چه په لاس ئې سرمايه وي يا زکات

زه رحمان له هسي خلقه پناه غواړم

هر چه لافه کړي خلاف د مقامات

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.