ويکي شعرونه
Advertisement

ما تږي ته دې خدايزده نئر څه نږدې کوي

د سپينو اوبو څاڅکو ته مې نه نږدې کوي

بس دومره يم خبر چې د بڼو د څوکو آب خوري

هر څوک چې نن سبا ښکلو ته زړه نږدې کوي

له ستوريو نه جوړ شوی يو قامت مې خوب ته راشي

د نور يوه دربار ته مې کاته نږدې کوي

د سرو زخمونو تنده په سرو شونډو ماتوي

غازي لالي ته بيا ملاله خوله نږدې کوي

را وړاندې شه چې شپه په غېږه غېږه ولمانځو

تياره کې خلک زړونه سره ښه نږدې کوي

زما باغي نظر يې هم ستا خال سره پخلا کړ

دا عشق زورور دی پښتانه نږدې کوي

۴'وږی '۱۳۷۸

باړه پېښور

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement