Da_Saba_Bada_Guzar_pa_chaman_bia_ka_-_Ustad_Nashenas

Da Saba Bada Guzar pa chaman bia ka - Ustad Nashenas

د سبا باده گذر په چمن بيا کړه

د سبا باده گوزر په چمن بيا کړه

په چمن کې رنگارنگ گلونه وا کړه

زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې يې

که دې زړه زما په مرگ دی دا دا کړه

بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟

ستا د سترگو بلا واخلم ناز په ما کړه

زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم

چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه

خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو

چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه

عاشقي که سراسر واړه بلا ده

ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

وېشنيزه:خوشحال خان خټک وېشنيزه:شعرونه د

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.