ويکي شعرونه
Advertisement

بيا هم هغسې بهار دی، خو ته نه ئې
د بُلبلو چغهار دی خو ته نه ئې
ليونۍ مينه مې ماته په چا نشوه
په قدم قدم کې يار دی خو ته نه ئې
هم هغه وياله روانه په مستۍ ده
هم هغه صبر او چنار دی خو ته نه ئې
هم هغه نغری مې بيا شګو کې جوړ کړ
هم هغه دود او انګار دی خو ته نه ئې
هم هغه کباب پخېږي په سيخو کې
هم هغسې خوان اوار دی خو ته نه ئې
هم هغه پيالې ډکېږي له شرابو
هم هغه جوش او خمار دی خو ته نه ئې
وي به هر څه خو ((سرتېر)) خوشحاله نه يم
چې دا زړه مې ناکرار دی خو ته نه ئې

وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر

Advertisement