ويکي شعرونه
Advertisement

شـــاوخــــــوادحريفانو په بڼـــــو كي

سره اوسپــــين اوژيړګلان په اتڼــو كي


دتقـــدير په لاس شليـــــــــدلي زماګلان

دغم اوښـــــكي ځكه ښكاري په بڼوكي


ناپـــــوهۍ كړمه يوڅه سپيره سپيره زه

مـــــــــــــكړه مكړه سردچاره وه كڼوكي


پروانه كړم كه پښــــــــــــيبله شوم غمازه

ګرځيدلى تل دننـــــــــــــــگ يم په پڼوكي


په همت گڼې زرغون به شي دابــــــــڼ بيا

شى رقيب به دحــــــــسرت په شتـــــڼوكي


غمجن زړه مي دهمدم په تــــــــــمه هيله

غورځى غورځى هميشه هــــيلو رڼوكي


د(حقپال) سترګي هيواد بچوته گوري

ځكه اوسي په مســــــــــــــكن دميړنو کي وېشنيزه:محمد شفيق حقپال

Advertisement