له نرگسه څو څڅوبي څڅېدل
د سحر وړانگو ته پټ پټ خندېدل
د زړگي پرهر يې لمر باندې ټکور کړ
د وږمو راز يې سېليو وشيندل
په ورو ورو د هر مشام د هرې خولې شول
له نظره په لنډ عمر سپړېدل
هر يوه ترېنه غنچه په لاس کې يووړه
تر څو ده ته سپېلني رارسېدل
په سپرلي کې د خزان څپو رانغښتی
ساه ختلی ؤ چې شونډې مسېدل
ويلې خدايه دغه مينه ده که ژوند دی
چې يوه لمحه خندا کې تتېدل
ما سارا هم ترېنه ژوند ته ځواب واخيست
د برېښنا غوندې پيدا او ورکېدل
وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني