FANDOM


پښتونه پاڅه توره تر ملا کړه

د پلار غيرت نن ځان کې پيدا کړه

حيرانه ځان ته ټوله دنيا کړه

خوره دنيا کې خپله رڼا کړه

دا زنګ وهلې توره صفا کړه

د پښتونوالې بېرغ بالا کړه

له پلرو پاتې ميراث و تاته

غيرت همت دی اوس يې نو ساته

پلرونه ټول دې څنګه نامدار وو

سختو کارو ته واړه تيار وو

غافله نه وو هر وخت بيدار وو

اختيار والا وو د کور واکدار وو

روان هم واړه په يوه لار وو

يوه پښتو وه يو رنګ افکار وو

پښتانه ځکه ياد په جهان وو

نور محکومان وو دوی حاکمان وو

قلم او توره ستاسو منصب و

ښکاره عالم ته ستاسو ادب و

شعر درياب و، خوشحال يې کب و

هم يې نيولی د قوم جلب و

څومره مو نوم و څومره مو درب و

هلته ادب و چې ستاسو ډب و

مسکن و ستاسو د غرو سرونه

ځکه بلند وو ستاسو عزمونه

د تيرا غرو کې پروت دی خوشحال

خو هېڅوک نشته چې وايخلي حال

پښتو کمېږي اوس کال په کال

نشو نن پاتې هېچرته سيال

پښتانه سر شو په ډول ډال

پيدا شو دوی کې دغه خيال

په غوړو ژېړو دوی هم عادت شوه

لاس په سر واړه له خپل خصلت شوه

نيکونه ستا وو، تکړه ځوانان

په خپله خاوره تېر وو له ځان

کړل يې ځانونه ځکه قربان

نوم يې مشهور دی اوس په جهان

نو ته هم کلک شه د دوی په شان

وکړه همت څه خولې کې ځان

برابر لاړ شه د دوی په لاره

چې بله لاره نکړې مختاره

د پښتون توره ټولې دنيا ته

ده ښکاره شوې په څو کراته

دا نو رشتيا ده نه وايم زياته

له غيرت ډک دی پښتون له ذاته

د دښمن ملا يې څو ځل کړه ماته

پروا يې نشته هېڅ له مماته

ته هم تکړه شه په دغه رنګ

يا څه بېدار شه مکوه درنګ

په زړه محکم شه لکه ډبره

سودا څه مکړه له هېڅ خطره

ډډه سيلاب کړي له سخته غره

بېرته راګرځي په يوه ډغره

د وېرې خيال نن ورک کړه له سره

کوه بېدار شه، هر کار په نره

ژوندی خپل قام کا لکه د نورو

قدم دې تېز کا مه ځه په رو رو

په زړه راياد بيا د پښتون ژوند کا

هغسې بيا يې زر شه څرګند کا

ملت له جوړ نن د فلاح بند کا

ماتې ټوټې يې سره پيوند کا

نوم د پښتون هم بېرته بلند کا

پښتانه پوه نن د کار په خوند کا

دا وظيفه ده تا ته اوس پاتې

ګوره و نکړې ميدان کې ماتې

ملي وحدت نن ښه پکارېږي

تش په نفوسو څه کار نه کېږي

له اتفاقه قوت زياتېږي

واړه حقونه په زور خپلېږي

دغه قانون دی چې نن چلېږي

د دنيا رنګ نو هر وخت بدلېږي

د هغه چا دی حق د حيات

چې لري زور تن له هر چا زيات

دېوال د غرونو چاپېر له تا دی

جغرافي حال دې څه ډېر اعلی دی

دين د اسلام هم چې ستا پېشوا دی

معنوي زور دې زيات له هر چا دی

دغه صفت دې څومره بالا دی

غيرت همت نو زياتي اوس ستا دی

چې ځان قربان کړي له خپل وطنه

له خپلې خاورې له خپل مسکنه

رشتينه پورته اوس له بستر شه

د پښتونوالې په راز خبر شه

يو باهمته پښتون عسکر شه

په هر ميدان کې لکه سپر شه

د دښمن مخکې تېره خنجر شه

استقامت کې لکه د غر شه

نوم د پښتون کړه ژوندی دنيا کې

ښکاره کړه ځان بيا پښتونخوا کې

Community content is available under CC-BY-SA unless otherwise noted.