ويکي شعرونه
Advertisement

ګرم سنګرونه د زلميو سره خوند کوي

نرم پالنګونه جنکيو سره خوند کوي

ښه ښکاري زلمي په تور ثقيل او شنه لانجر باندي

موډ او فيشنونه ناوکيو سره خوند کوي

ږدي چي په سنګر کي پر جبين د گرمو وينو خال

دا رنګه خالونه د تنديو سره خوند کوي

کله مناسب دي ګېدړان په ګران هيواد کي مو

دا غرونه ځنګلونه د زمريو سره خوند کوي

نه مو دي ټيټ کړي هيڅ جابر ته په هيڅ وخت کي هم

ځکه مو سرونه د پګړيو سره خوند کوي

خوند اخلو پر شرنګ د زولنو د پايزيبو پر ځای

داسي مو لاسونه هتکړيو سره خوند کوي

نغښتې چي نظامه حماسه يې په هر بيت کي وي

دا د ننګ شعرونه د سړيو سره خوند کوي وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement