ويکي شعرونه
Advertisement

اژدهار غوندي بهېږه

په مستۍ کړه غورځنگونه

له (اونۍ) نه دي قربان شم

پکې پټ دي داستانونه

دکابل گېډه سورۍ کړه

ترېنه نربچې پیدا کړه

چې یې رگ او پلې غیرت وي

هم غیرت یې وي هډونه

چې له کاڼي ځني کلک وي

له فولادونه قوي وي

د دې عصر علامه وي

پرې رنگین شي تاریخونه 

بیا ورځه کوزننگرهار ته

هلته شور او زوږپیدا کړه

برېتوروته دي وایه

چې رایاد کړي تېریادونه 

اباسین ته شه تر غاړي

له دهشته توپاني شه

دې مړژواندي اباسین کې

کړه تازه دژوند رگونه 

زوروره زلزله شه

دخیبر زمریان راويښ کړه

چې قربان کړي مستقبل نه

دخپل حال پړن وختونه 

دظلمت ماڼۍ کړه ړنگه

دمظلوم کور گي دپاره 

کړه ماړه په خیټورو

دغه وږي شان قبرونه  

دافغان دتاریخ پاڼي

اې سیندگیه دکابله!

لر اوبر افغان ته یوسه

دملگري فریادونه   وېشنيزه:عبدالمنان ملگری وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement