ويکي شعرونه
Advertisement

کاش د کلي ګاډيوان واى

په خچکو په ترپکو

راتلاى نجونې سپريدلاى

دچندڼو عطر ستړى

تر چکن لاندې خوله واى

د ښځمنو ستر نه واى

ماتر ښاره رسولاى

زر حسابه زرنخرې واى

په بګۍ کې مې سپرې واى

پټې پټې پخيدلاى

زما غوږ ته يې خلى وړاى

په روډي سرمې خندلاى

زړه مې ډکه تومانچه واى

هيڅ مې نه ورته ويلاى

اس مې ښه قمچين وهلاى

کاش د کلي ګاډيوان واى

چا کتار بنګړي پکار واى

دچا کم د څرخي تا رواى

تا رنجلومې رانه غوښتاى

چا ژاولوني رانه غوښتاى

د چا خلاص د کال نسوار واى

د سمند اس مې ستمى واى

زړه مې پاک لکه غمى واى

زه د مور د لمن ګل واى

دابا د پټکي ول واى

زه د کلي ګاډيوان واى

هم په تاهم په بل ګران واى

نه قلم واى نه کاغذ واى

يو سا ده د ګوتو شمار واى

پنډې پيغلې تر ماجار واى

وېشنيزه:اسد الله نيازی وېشنيزه:شعرونه د

Advertisement