ويکي شعرونه
Advertisement

رياضي ټوله ((تقسيم)) نه ده
په طريق پوه کړه ځان

په ((ضرب)) په ((جمع))، ((تناسب))
او.... په تفريق پوه کړه ځان

((تقسيم)) دا نه دی زوروره!
چې ذلت ووېشې

ښه تقسيم دادی
چې له مونږ سره خپل پت ووېشې

دا به جفا وي
دا تقسيم درسره نه منمه

چې په وطن مې چاړه کېږدې
او ... ملت ووېشې

مونږ سره ((جمع)) کړه چې يو شو بېلوې به مو نه
ژوند مو خوښېو سره ((ضرب)) کړه کموې به مو نه

غم او ښادي به سره وېشو نه تنها غمونه
دا ((تناسب )) نه دی چې بار کړې يو پر ما غمونه

وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر

Advertisement