زلېخا شومه د مصر په کوڅو کې
ګيلې اورم د الزام په زولنو کې
د يوسف د محبت سره آشنا شوم
ګرځم ورکه يم پخپلو او پردو کې
څه به وايم حقيقت چاته معلوم دی
نامعلومه شان منزل دی په مزلو کې
په الزام د عشق اخته شوم څه به وايم
ډوبه شوې يمه ويښه په خوبو کې
نه يو لاره نه ګودر راته معلوم دی
کله غرو کې په سوچو کله ځنګلو کې
ستا د مينې سوز او ساز راته محل شو
نور جهان شومه د مينې په خيالو کې
که ستا ډېره مجبوري وي خدای دې مل شه
د سارا ځای شو آخر ستا قدمو کې
وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني