ويکي شعرونه
Advertisement

د شنو خالونو رو ګودر لوټ شو

هم مې کابل هم پیښور لوټ شو

د یرغلګرو زړونه یخ شو که نه

د ښاپیرو د وطن غر لوټ شو

زما جانان جانان وطنه ،افغان وطنه

ستا د وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه

ستا گلالي گلالي گل گل ځوانان په وینو ولمبیدل

ستا گلغټۍ تنکي تنکي ماشومان بې وخته ورژیدل

په گلدرو دې اور وریږي له اسمان وطنه

ستا دوه نسلونه گلالي نسلونه لوی په باردو کې شول

د درد او مینې د وفا رنگونونه توی په بارودو کې شول

د هر ځیگر نه وینې څاڅي د خفگان وطنه

ای لر او بر په پښتنو مینو چغې مه اورئ که نه

د احمد شاه او خوشال خان زامنو چغې مې اورئ که نه

ستاسو د ننگ په خاوره جوړ دی چور تالان وطنه

ستا په دې تورو تورو غرونو کې به د ژوند ښکلا جوړوو

ستا په کوڅه کوڅه دشتونو کې به رنگ او رڼا جوړوو

ته مې وجود، ته مې جامې ،ته مې گریوانه وطنه

زما جانان جانان وطنه ،افغان وطنه

ستا د وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه

وېشنيزه:اکبر سيال

Advertisement