ويکي شعرونه
Advertisement

د روژې شپه وه پېشلمى شو زه ناست
د سبا ستورى را زلمى شو زه ناست
ويالې د حسن رانه پورې وورې
د زړگي فصل مې للمى شو زه ناست
ما وې شمله به د وطن جگوم
چور يې له تاجه چې غمى شو زه ناست
وطن ته ډېر ډېر به د منډې مې وې
د منډه والو چې کمى شو زه ناست
د بېلتانه په غولي داسې سره ورځ
قسم که ټينگ به آدمى شو زه ناست
بېکسيار تېره مې کرۍ ورځ په سوچ
کلي کې شور شو ماښامى شو زه ناست.
وېشنيزه:عبدالمالک بېکسيار وېشنيزه:شعرونه ز

Advertisement