ويکي شعرونه
Advertisement

'د پښتو ژبې پیاوړي شاعر رحمت شاه سایل په دې ورستیو کې د کابل په نامه یو آزاد شعر خپور کړی دی، چې ددغه افغان شاعر د مینې او احساس یوه خوږه ترجمان'ي' ده. زما د زلمیتوب د خوښې دغه شاعر ته، دا څو کرښې د نوموړي د همدغه شعر، لپاره ډالۍ دي':

تالا کابل لیدلی نه دی، تا کابل ونه لید
سایله دا دافسانو ښار افسانه وګڼه
په تاریخونو کې یې ورکه شان کیسه وګڼه
دلته د وینو آيينه کې چې لمر سور ښکاریده
زما او ستا دملت ټپ چې لاناسور ښكاريده
هغه وخت موږه ستاغزلې لوستې
ستاپه سندرو به مو خپل د مینې لیک پيل کړ
ستا په نظمونو به مو یو بل ته لاسونه ورکړل
سایله هغه وخت موږ ستادعاته لار څارله
چې ګوندې داولیکې:
((مادرته ټول عمر د خوبونو ښار ویلي دي
کله مې پېرزوشې په بمبونو کابل جانه))
خوستا دعالا پوره شوې نه وه
چې ستا د مستو لیونو خوبونو
د ښاپېریو ښار بمونو ړنګ کړ
تالا کابل لیدلی نه دی، تا کابل ونه لید
سایله ستا هغه غزلې او زما سندرې
نورې په ورک تاریخ کې ورکې شولې
نور څوک دا
'
'لرو بر یوځای نه ګڼي
نورستا اجمل زما لایق نه شته دي
د پاچا خان ارمان اوبو وړی دی
د (( یو پښتون)) د غږ ضمیر را څخه
دکله دارو رنګینو وړی دی
سایله ته لا په روټۍ پسې او زه یمه په نان پسې ورک
یوهم په خپل کور کې ډوډۍ نه لرو
د اشنغر پ
'
ې'غلې له ډېره نازه
ماته په کور کې مساپروايي
چې خړڅادر په پېښور کې ګرځم
راته زلمي لا مهاجر وايي
سایله زه او ته د ورک تاریخ تکرار ته سوځو
سایله زه او ته تکرار یو دیعقوب او یوسف
سایله زه او ته تکرار یو د مریمې او عیسی د فراق
بس دغه ښار دې په خوبونو کې ودان وساته
دا دایروڅلی په خیال کې خپل مکان وساته.

مرغومی '۱۳۸۴' لمریز
کابل

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement