ويکي شعرونه
Advertisement

دلته په پردي انګړ کې،

مخامخ دېوال باندې،

د خونې مې ځلېږې ته...!

سترګې مې وچېږي،

په ليدو دا ستا مړېږي نه،

هجر لمبو وسوم،

را اخيستې يمه، غم وسواس

٭ ٭ ٭

تا ته په کتو کتو کې،

داسې ډوبه لاړم ... چې بې هوشه شوم،

اوس به سترګې څنګه له تا واړوم بل خوا ته ...؟

چې په هوش نه يم...!؟

څنګه به اوس رام کړم د سرکش زړه مست ياغي احساس ...؟

٭ ٭ ٭

ته يې هغه وينه چې :

رګو کې مې روانه يې او بې له تا!! مرمه نه رغېږم

ای خوښی او نېکمرغۍ زما

ای زما د ژوند د سپېڅلتيا کعبې ...!

څنګه به دې هېر کړم ؟

زما عشقه ! چې ستا مينه شوه ...

ما ته په هر پل کې ...

د ژوندون اساس ...

٭ ٭ ٭

ای په سرو اورونو کې ستي ستي.

مېنې زما ...!

تا نه مې قربان شه ژوند.

مرمه له تا ليرې او له تا سره هم اوسېدای نشم

مروړي مې منګلو کې هر وخت -

بلا د غم او ياس

وېشنيزه:کبرا حبيب مظهري

Advertisement