ويکي شعرونه
Advertisement

ستا د يادونو سره لوبې کوم

د غم خيالونو سره لوبې کوم

کله چې وران کور د اشنا وينمه

ها سات غمونو سره لوبې کوم

زړه چې را تنګ شي تڼی وسپړمه

د پرهرونو سره لوبې کوم

کله ستا مينه خندوي مې خيال کې

کله وختونو سره لوبې کوم

وختونه څرنګه په بېړه تېر شول

چې د سوچونو سره لوبې کوم

چې زنګوي مې د بېلتون غېږه کې

ستا د ټالونو سره لوبې کوم

دغه دردونه له سارا نه نه ځي

چې له دردونو سره لوبې کوم

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement