ويکي شعرونه
Advertisement

سترګې په وره کې انتظار لرم

لکه په ګُلو کې چې خار لرم

دومره الفت باندې دې څه وکمه

چې تصور ته دې تلوار لرم

چې دې ليدؤ ته هوسېږم څومره

هومره وصال ته پټ اسرار لرم

پلو له ستورو نه په شپه کې ډک کم

سبا په ورېځ آسمان بېمار لرم

مينې دې مانه زلېخا جوړه کړه

کچکول په لاس سترګې په لار لرم

کنعانی مينې دې بې واکه کړمه

اوس د ي آه سره انګار لرم

صبر به څنګه ته سارا ته ورکړې

زه پخپل مينې اعتبار لرم

وېشنيزه:نجيبه سارا بياباني وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement