سترگو دې بيا ناغې پيدا کړلې غمجنې دي
چانه گيله منې دي د زړگي سر ه
خاطر دې بيا ولې ملال دى د زړه سره زما
سترگې دې بيا ناغې ناغې شوې نازپروره زم ا
چاته له درده غاښچيچي لري دلبره زم ا
په مخ دې مړې اوښکې خورې سلگۍ غمجنې د ي
زړگى دې ډک دى له گيلو په خوله ويلې نه شې
د اندېښنو توپان د زړه تسلولى نه شې
د خواشينۍ، سلگۍ په شونډو پټولى نه شې
د غم سلگۍ دې بيا بې واره لغوړنې دي
د بڼو څوکې دې ابترې شوې تسل به غواړي
له اوښکو ډکې چاته برې شوې تسل به غواړي
د حيران خواته برابرې شوې تسل به غواړي
له گيلو ډکې کرشمې دې اندېښمنې دي
وېشنيزه:محمد عالم حيران وېشنيزه:شعرونه س