ويکي شعرونه
Register
Advertisement

د تـــور ملعـــون إبليس او د كــوثـر يې ســره څـه ؟ د نُـــور د فـريشتــو او د سقــــر يې ســـره څـــــه ؟

د جهــل په تيــارو كي چي يې زړونه وي تور شوي د تـــوري تـــورږمۍ او د سحـــر يې ســـره څــــه ؟

چي دنګ مغرور سرونه كړي نسكور د حق په توره د مستـــو شازلمـــو او د ټيټ ســـر يې ســره څــه ؟

پـه ژونـد كي چي هـدف يې آسايـش و آرايـش وي د داســي تن پــرور او د سنـــګــر يې ســره څــه ؟

چي لمر تــه د حــريت غــلامي سترګي كتاى نشي د داسي خفاشـانـــو او د لمـــــــر يې ســره څـــه ؟

شاعــــره ! نــوري ختمـي افســانې د ګـــودرو دي د ننګ د حمـــــــاسو او د ګـــــودر يې سره څــــه ؟

نظامه ! نن ستـــا شعــر شعــر نه بولي شعـار دى د داســـي احمقــــانــــو او هنـــر يې ســـره څــه ؟

Advertisement