ويکي شعرونه
Advertisement

ملګرو !

كرۍ شپه مې

د ليوني زړه سره په دعوا وم

هغه ويل زما د ژوند قاتل؟

هغه چې په تكه سپينه ورځ

د مژګان په غشو زه ويشتلم

له ما ورك دى

ما ويل ته د خيال پر دښته پلى

يو اواره يې

ليوني منله زما خبره كله

هغه خپل شليدلى ګريوان

او پرهار پرهار ټپونه

پر اوښكو ډكو سترګو

ما ته ښودل

ما په حيرت دده ټپو ته كتل

ده ويل يوې ښكلې

تش پر كتو دا سزا راكړې ده

وېشنيزه:حنان حبيبزی وېشنيزه:شعرونه س

Advertisement