مه مې غزوه لاس لويه خدايه اړوه مې مه
بېرته مې زلمی کړه خپله خدايه زړوه مې مه
مرګ راته پرده ښکاري، نه اړ د يوه غړپ اوبو
ځار دې له لوئۍ شم لويه خدايه وړوه مې مه
لوړ سر مې همداسې موازي غواړم له غرو سره
مه راټيټوه غر دا زما سر، خړوه مې مه
وږی په ګاونډ کې چې له ما سره آرام نشې
مه راکوه شته پروردګاره، مړوه مې مه
ښه په لاس نيوی لکه ديوال ښکارم ولاړ پرځای
مه مې کږوه خالقه خدايه نړوه مې مه
سر او زړه مې دواړه د ځوانۍ له شوره ډک غواړم
مست مې سمندر لره، خالقه سړوه مې مه
نه غواړمه ژوند له کړاونو د زړښت سره
سوال کوم ((سرتېر)) چې لويه خدايه کړوه مې مه
وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر