«یومتل دی وایي مکړه هغه منډه ۱
چې لمن دې شې په کلې کې بربنډه»
دمېړانې دې کمی نشته افغانه
خوغمونه دې لیکلې دي په ټنډه
«چې په لاس باندې وازیږي څه حاجت دی ۲
چې په خوله یې خلاصوې تړلې ګنډه»
غلیمانوموبیاتي په لاس نیولې
له هرلورې غوڅوي دوطن څنډه
«لاتراوسه پورې مږه ورته وایي ۳
دپټي ریشکه یې وخوړله غونډه»
ستا له هرنګه ښېګڼوڅخه تېریو
خوداغله دې بېرته وباسه ګاونډه
چې په تورودې وهو ویجاړبه نشې
کلک ولاړیې دافغان دلارې خنډه
چې یې برخې له ازله راوېښلې
خدازده څه شوه دپښتون دنصیب ونډه
«ستا دپوهې په سمندپورې یې اړه ۴
چې دبخت بګۍ به څوپوري وي رنډه »۵
که هرڅودې تشوو نه خالي کېږې
لاتر پیڅوپورې ډک یې د ویر ډنډه
دزړګي دخندا ګل مې نه غوړېږې
په هرمټ باندې مې بارده دغم پنډه
ستاله پت سره به پایود«خیال » ژبې
دپښتون دتوکم مورې مه شې کونډه
..........................................................................
وېشنيزه:خيال محمد کټوازی